IQNA

د قرآن او معارف چینل!

د؛بهشت؛نومې پروګرام د دوهمې مرحلې  دتلاؤت  بلنه

13:29 - November 26, 2025
د خبر لمبر: 3492066
ایکنا - د قرآن او معارف  د ټيلیویژني چینل، د خپل یوه پروګرام ؛بهشت؛ د دوهم پړاو د تلاوت د  ویډیوګانو د ترلاسه کولو بلنه خپره کړې ده

د ایکنا د راپور له مخې، :بهشت ؛د قرآنی سیالۍ یو پروګرام دی  چې قاضیان  ئې د هېواد له نړیوالو قاریانو څخه ټاکل کېږي. سید جواد حسینی، وحید نظریان، قاسم مقدمي او مهدی غلام‌نژاد د لومړي پړاو قاضیان ووچې د تېر رمضان المبارک په میاشت کې په همدې ټيلیوییژني  چینل کې خپرید.همدارنګه د آیتونو د تفسیر او تدبر لپاره حجت‌الاسلام سید رضا موسوي‌واعظ د پروګرام د کارپيژاندي په توګه ګډون درلود.

د «بهشت» د پروګرام کوربه‌توب د قرآن او معارف  چینل  کارپيژاند  او مجری د سید وحید مرتضوي پر غاړه دی.

د دې پروګرام لومړی فصل د هیواد د قرآني مرکزونو له لارې  تر ۱۸ کلونو کم عمر لرونکو قاریانو په ګډون پیل شوی و، خو دا ځل د دوهم پړاو لپاره عمومي بلنه خپره شوې ده.

 ګډون کونکي د خپل تلاوت تر دوو دقیقو کم افقي ویډیو، له روښانه غږ سره، د qtvbehesht@ پست ته استولی شي.د تلاوت له پیل مخکې باید په ویډیو کې شخصي معلومات په واضح ډول بیان شي.

دا پروګرام د هغو ځوانانو لپاره یو ښه فرصت دی چې د قرآن کریم تلاوت سره مینه لري، څو خپل استعدادونه وښئي او د استادانو له لارښونو څخه ګټه واخلي.

https://iqna.ir/fa/news/4319210  

captcha